د افغانستان غوره لیګ فوټبال سیالۍ د شاهین اسمايي لوبډلې په بریا سره پیل شوې

د افغاستان د غوره لیګ فوټبال سیالۍ تېر ماښام د شاهین اسمايي او موج های امو لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شوې.

دې لوبه کې شاهین اسمايي په موج های آمو دوه ګولونه وکړل، خو موج های امو لوبډله په ګول وهلو ونه توانیده.

شاهین اسمايي ته لومړی ګول د لوبې ۵۲مه دقیقه کې حسین علي زاده وکړ.

دویم ګول په ۷۷یمه دقیقه کې فردین حکیمي ووهلو.

تېر کال د دې سیالیو اتلولي هم شاهین اسمايي لوبډلې ګټلې وه، د دې سیالیو په لړ کې نن ۵ نیمې بجې عقابان هندوکش لوبډله د میوند اتلانو له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

خبریال : نصرت الله عمرزی