د افغانستان غوره لیګ: نن سه شنبه د ننګرهار پړانګان او کابل ځوانان مخ کیږي

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالیو کې نن ماخستن ۸ نیمې بجې د ننګرهار پړانګان او د کابل ځوانان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

دواړه لوبډلو له نورو لوبډلو سره په دې لیګ کې تر دې دمه دوه دوه لوبې ترسره کړي، چې یوه یوه یې ګټلې او یوه یوه یې بایللي ده.

نن همدا یوه لوبه ترسره کیږي، چې د افغانستان پر وخت ۸ نیمې بجې پیلیږي.

باید یاده شي، چې ویسټ انډیزی پیاوړی لوبغاړی انډري رسل هم ننګرهار پړانګانو لوبډلې ته رارسیدلی او په ننۍ لوبه کې به د کابل ځوانانو خلاف ولوبیږي.

خبریال : نصرت الله عمرزی