د افغانستان غوره لیګ ټولې لوبډلې وپلورل شوې

د افغانستان ای پي اېل یا غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې شاملې دي، چې ټولې لوبډلې وپلورل شوې، خو هیڅ کومه لوبډله افغان پانګولو وانه خېسته او ټولې لوبډلې بهرنیو وپیرلې.

له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوه لوبډلې یې پخوا پلورل شوې وې، چې له جملې یې د پکتیا لوبډله د وي راک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له لوري اخېستل شوې وې، خو په پاتې دریو کې یې د کابل لوبډله د موریلي سپورټس، ننګرهار لوبډله د پلس کمپیټل او د کندهار لوبډله د ایس بي سپورټس له لوري وپیرل شوې.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په دې خوښي وښوده، چې ټولې لوبډلې یې وپلورل شوې او یادونه یې وکړه، چې له بده مرغه افغان پانګوالو د لوبډلو په پیرلو کې ونډه وانه خېسته.

د افغانستان غوره لیګ لومړی پړاو شل اوریزه سیالۍ د اکتوبر په پنځمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

لوبډلو ته تراوسه لوبغاړي نه دي اخېستل شوي، خو کرکټ بورډ وایې چې په همدې روانه سپتمبر میاشت کې به د لوبغاړو د پلور مراسم هم ترسره کړي.

نصرت الله عمرزی