د افغانستان فوټسال لوبډله په اسیایي لوبو کې ۴بهترینو لوبډلو کې شمیرل شوې

دا فغانستان دفوټسال لوپډله نن له ایران سره لوبه کوي
به اسیایي جام لوبو کې چې د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې جریان لري د افغانستان فوتسال لوبډله له اتو بهترینو ۴بهترینو ته پورته شوې ده.
افغان لوبډله چې پرون یې له کوربه لوبډلې سره لوبه وه ۵-۵ مساوي خو په پینالټیو کې یې ۵-۶ سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه.
افغان اتلان به نن له ایران سره چې د اسیا په سطحه اتله لوبډله ګڼل کیږي لوبه وکړي.
له دې مخکې د افغانستان فوټسال لوبډلې چین، عربي متحدو اماراتو، ازبکستان او مالدیف لوبډلې ماتې کړي.