د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر وایي، چې افغان حکومت خپلې ژمنې عملي کړي

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسئول هینري کرالي د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره د ویډیو کنفرانس له لارې غږېدلی او افغانستان ته یې د مرستو په ورکړې خبرې کړي دي.

افغان حکومت نړیوال بانک ته د هغو ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړل، چې یاد بانک یا افغانستان ته ورکړي او یا یې هم د بودیجې برخه کې ورکوي.   نړیوال بانک مشر ویلي، چې دوی د افغان حکومت له کړنو خوښ دي او نږدې راتلونکي کې به ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته افغانستان ته ورکړي.  د مالیې سرپرست وزیر وایي وزارت کې به روڼتیا لپاره وړ کسان وګوماري او اصلاحات به پکې رامنځته کړي.