د افغانستان مشهوره سندرغاړې او موډله اریانا سعید په کورونا ویروس اخته شوې ده

اریانا سعید چې د کورونا ویروس ټېسټ يې مثبت راغلی دی، په ټولنیزو رسنیو يې له خپلو مینه والو سره دا خبر شریک کړی دی.

د اریانا سعید له رسمي فېسبوکپاڼې څخه په خپور شوي پوسټ کې ویل شوي دي، چې متاسفانه د اریانا سعید د کورونا ټېسټ مثبت راغلی دی.

د هغې له اکاونټه شوي پوسټ په اخر کې د حسیب نوم دی، چې د اریانا سعید له مینه والو سره يې دا خبر شریک کړی دی.

په دې خبر کې همدا راز دا هم لیکل شوي دي چې د افغانستان د موسیقۍ ملکه اریانا سعید اوس استراحت کوي او د هغې د روغتیا په اړه به معلومات شريک شي.

اریانا سعید چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده او هر وخت د خپلو مینه والو سره خپل تازه عکسونه، ویډیوګانې او د خپلو کارونو په اړه معلومات شريکوي، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تعقیبوونکي لري.

د اریانا سعید مینه والو د دې خبر په اورېدو خپګان ښکاره کړی دی او د هغې د ژر روغتیا لپاره يې دعاوې کړې دي.

د اریانا سعید له پاڼې خپور شوي دې پوسټ ته سلګونه کسانو کمنټونه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې ۳۵ کلنه اریانا سعید ۱۹۸۵ کال کې د جولای په ۱۴مه نېټه په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې ده.

نوموړې په ۲۰۰۷ کال کې د موسیقۍ نړۍ ته مخه کړه او د پاپ موسیقۍ په برخه کې يې ډېر نوم پېدا کړ.

 

هغې نه یوازې دا چې په دري ژبه کې يې سندرې ویلي دي، بلکې په پښتو ژبه يې هم ډېرې سندرې ویلي او ډېر مینه وال لري. نوموړې د ستاره افغان خپرونې کې د جج په توګه هم هر کال ناسته وي، چې دا خپرونه په افغانستان کې ډېر لیدونکي لري.

کاپي هنرستان….