د افغانستان معلولینو کرکټ لوبډلې نړیوال جام کې کوربه انګلستان ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دې لوبه کې ټاس د انګلستان معلولینو لوبډلې وګټلو او توپ وهنه یې وکړه، چې افغان لوبډلې ته یې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې ته توپ اچونه کې محمد شعیب درې، شیرین اغا دوه، طفیل او حزب الله یوه-یوه ویکټ واخېسته.

د افغانستان معلولینو لوبډلې یاد هدف د درې ویکټو په زیان ۱۶ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکټو په شتون کې وګټله.

توپ وهنه کې محمد الله ۵۶، محمد اشرف ۳۹، جمیل شاه ۳۲ او طفیل ۲۰ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی محمدالله وټاکل شو.

افغان لوبډلې له دې وړاندې بنګله دېش او پاکستان ته هم ماتې ورکړې وې.

ټاکل شوې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله په دې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه نن له هندوستان سره ترسره کړي.