د افغانستان نامتو ژورنالېست لیکوال اکبر ایازي  ومړ

د افغانستان نامتو ژورنالېست لیکوال او ویاند د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا د خپرونو عمومي رئیس ښاغلی اکبر ایازي د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

ارواښاد ایازي له څلورو لسیزو څخه راپه دې خوا له ملي او نړیوالو رسنیو سره پاتې شوی وو او په دې برخه کې یې ځانګړی نوم او شهرت درلود.

د امریکا غږ سربېره ارواښاد ایازي د آزادۍ را‌‌‌‌‌‌ډيو او مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو مشر او مسول هم پاتې شوی وو.