د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست د منلو نه دی

په کوزه پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د جانیخیلو په پرلت کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په لر او بر وطن کې د امن او سولې غوښتونکي دي او په خبره یې روانې ګولۍ ټولې د افغانانو پر سینه چلېږي. دده په خبره روانه جګړه افغان وژنه ده او باید ژر تر ژره په ټول لوی افغان وطن کې پای ته ورسول شي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی دی چې باید ژر تر ژره پاکستان د افغانستان په اړه خپل اوسنی سیاست او پالیسي بدله کړي ځکه دلته خلک د امن غوښتونکي دي او روانه جګړه نوره باید ارو مرو پای ته ورسول شي.