یکشنبه , 28 اپریل 2024

د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وروستي جزیات

وروسته له هغې چې ایران کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې، ترې وروسته د افغانستان هرات ولایت کې هم یوه مثبته پېښېه، چې ناروغ کس د ایران له قم ښار څخه راغلی وو، ثبت شوه.

اوس د عامې روغتیا وزارت ویلي، سمنګان او هرات ولایت کې یوه ـ یوه تازه پېښه ثبت شوې، چې په دې سره هرات کې پر کرونا ویروس اخته کسان ۵ او سمنګان کې دوو ته ورسېدل، چې ټولې پېښې اوه کیږي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت له لوري د خپور شوي نوملړ له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ۹۴ شکمنې پېښې ثبت دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې وروسته له هغې ډېریږي، چې ایران په اجباري توګه د افغان کډوالو وېستل پيل کړل.

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو په اساس په تېرو شلو ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته شل زره کډوال راستانه شوي دي.

بل لور پاکستان کې هم د کرونا تازه دوه پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هلته د اخته کسانو شمېر ۱۹ ته پورته شوی دی، په داسې حال کې چې ایران کې یې تر دې دمه ۲۹۱ کسان مړه کړي او نږدې ۸ زره او ۵۰ نور پرې اخته دي.

کرونا ویروس د نړۍ تر ۱۱۰ ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی، چې په نړیواله کچه یې ګڼ شمېر ګواښونه رامنځ ته کړي.

چین هغه هېواد دی، چې یاد ویروس همدلته را پیدا شوی، خو اوس په چین کې د کرونا مثتبې پېښې تر نورو وختونو ډېرې کمې شوي دي.

چین کې د کرونا له امله تر دا مهاله ټولټال ۳ زره ۱۵۸ کسان مړه شوي او ۸۰ زره ۷ سوه ۸۰ نور پرې اخته دي.

همدا راز په ټوله نړۍ کې بیا د یاد وژونکي ویروس له کبله د مړو شمېر ۴ زره ۳۰۰ ته پورته شوی او پرې د اخته کسانو شمېر بیا ان یو لک ۲۰ زرو ته نږدې شوی دی.