د افغانستان په ۳۲۴ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسینو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په ۳۲۴ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسینو پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی او په دې لړ کې به په څه باندې اته میلیونه ماشومانو د پولیو ضد واکسین تطبیق کړل شي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وایي، چې د امنیتي ستونزو له امله په دغه کمپاین کې د اوږدې مودې لپاره ځنډ رامنځ ته شوی و؛ خو اوس دا ستونزې حل شوې او ماشومانو ته به ددغۍ ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین ورکړل شي.
نوموړې زیاته کړې، چې کورنۍ دې له خپلو ماشومانو سره د همکارۍ په موخه خپل ماشومان له واکسینو څخه نه بې برخې کوي او په دې اړه دې ورسره مرسته وکړي.