د افغانستان په ۹۰ سلنه ټولنه کې د مخابراتي شبکو پوښښ شتون لري

د مخابراتي تنظیماتو اداره یا اترا وایي، اوسمهال د افغانستان په ۹۰ سلنه ټولنه کې د پنځو شرکتونو له خوا مخابراتي پوښښ شتون لري او تر ۲۲ میلیونه ډېر سیمکارټونه په دې هېواد کې فعالیت کوي.

د مخابراتي تنظیماتو ادارې سرپرست عمر منصور انصاري د سې شنبې په ورځ وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې دغه ۹۰ سلنه خدمات د افغان بیسیم، تلیکام، روشن، ام ټي ان او اتصالات شبکو له خوا وړاندې کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې شاوخوا ۲۲ اعشاریه څلور میلیونه سیمکارټونه فعاله دي، چې په دې سره د مخابراتي شرکتونو ټول سایټونه ۷ زره او ۷۳ ته رسیږي او پانګونه یې ۱۸۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلې ده.

د مخابراتي تنظیماتو د ادارې مالي معاون بلال هاشمي ټینګار کړی، مخابراتي شرکتونه مؤظف دي چې مخابراتي خدمات د صادر شویو خدماتو مطابق عیار کړي او که داسې ونکړي؛ نو د دوی له خوا به جریمه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې یې پنځه مخابراتي شرکتونه د کیفیت د خرابوالي له امله یو اعشاریه دوه میلیارده افغانۍ جریمه کړي دي.

هاشمي ټینګار کړی، چې د کیفیت د لوړولو او نرخونو کمولو لپاره هم د مخابراتي خدماتو لپاره پلان لري، چې په دغې پلان کې به کابل کې د فایبر نوري انټرنټي شبکه او د سایټونو د امنیت تامینول هم شتون ولري.