د افغانستان څلور سیمې د ساتل شویو ځایونو په توګه ونومول شوې

په ختیځ کې د نورستان ځنګلونه، د غزني د ناور دښته، د کندوز د امام صاحب او د تخار درقد ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د ساتل شویو سیمو او د وحشي ژویو د لرونکو ځایونو په توګه نومول شوې دي د دغه غورواي اسناد د یکشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسلیک شول. تر دی مخکی د بامیانو بند امیر او د بخشان واخان سیمه د افغانستان د ملي پارکونو په نامه یاد شوي دي د افغانستان د د چاپیریال ساتنې ادارې چاروکي وایي، یادې سیمې د ملي او نړیوالو کارپوهانو تر ارزونې وروسته د ساتل شویو سیمو په توګه غوره شوې دي.