ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې له کوربه هیواد سره یوه ورځنۍ لوبه تر سره کړي.
د اسیایي شورا په پریمرلیګ لوبو کې تر اوسه افغانستان دوې لوبې کړې دي.
افغان لوبډلې د جمعې په ورځ عربي متحد اماراتو لوبډلې ته د اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه او تر دې مخکې یې هانګ کانګ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې وه.
د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په لوبه کې افغان ټیم څه باندې درې سوه منډې وکړې چې؛ په کې څلورو لوبغاړو خپلې نیمه سلیزې هم ووهلې.