د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په کراچۍ هواي ډګر کې دوبۍ ته له تللو منع شوه.

دافغانستان کرکټ ملی لوبډله په کراچۍ هوایي ډګر کې دوبۍ ته دتګ پرمهال الوتکې ته له ختلو منع کړای شوې وه.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې چې دافغانستان کرکټ ملي لوبډله وړمه ورځ د کراچۍ او بیا ددوبۍ له لارې مالیزیا ته دروانیدو وړاندې د ټاکلې وخت وروسته دکراچۍ هوایي ډګر ته ورسیده چې د چارواکو لخوا دڅه وخت لپاره ایساره کړای شوه.

پاکستانۍ رسنۍ ایکسپریس زیاته کړیده چې په کراچۍ هوایي ډګر کې دافغان کرکټ ملي لوبډلې د ایسارولو او الوتکې ته دنه پریښودولو لامل داوو چې یو خو افغان کرکټ ملي لوبډله ناوخته هوایي ډګر ته راورسیده او بل یی له لوبغاړو سره سامان زیات وو.

خو د خبرو اترو وروسته دافغانستان کرکټ ملي لوبډله ددوه پاکستاني روزونکو کبیرخان او عامرسهیل په روزنه کې څو ساعته وړاندې لومړې له کراچۍ څخه دوبۍ ته او بیا له هغه ځایه د مالیزیا پلازمینې کولالمپور ته ورسیده.

که څه هم د نړۍ زیاتره کرکټ ملی لوبډلې د سفرپرمهال د خپلو ملي هوایي ډګرونو څخه ګټه اخلي خو که څه هم له افغانستان څخه د ورځې دوبۍ ته څو الوتنې ترسره کیږي خو افغان کرکټ بورډ له ګاونډي هیواد پاکستان څخه الوتنه وکړه.

کوښښ مو وکړ چې ددې دپاکستاني رسنۍ ددې دعوي په اړه له افغان کرکټ ملی لوبډلې سره له مل منیجر شفیق ستانکزي نظر هم واخلو خو نوموړي ځواب رانکړ.

ټاکل شویده دافغانستان په ګډون دمالیزیا په کوربتوب د کرکټ ټورنامنټ د (مۍ) میاشتې په لومړۍ نیټه دافغانستان هانګ کانګ ترمینځ په سیالۍ کې پیل شي.

افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره ددغې لوبډلې خلاف زهني برتري لري.