چهارشنبه , 15 مې 2024

کرکټ: افغانستان سکاټلینډ ته په دوه منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او سکاټلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه کې سکاټلېنډ لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۵ منډې وکړې.

مککلیوډ پوره سل او کویټزر ۷۹ منډې وکړې.

افغانستان ته ګلبدین نائب درې، حمید حسن او افتاب عالم دوه دوه ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې افغان لوبډلې ۴۴،۵ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۹ منډې کړې وې، چې باران شو او دا وخت افغان لوبډله دوه منډې مخکې وه؛ خو د باران له امله لوبه تر ټاکلې نېټې پېل نه شوه او د دوه منډو په توپیر د ډيل میتود له مخې افغان لوبډلې وګټله.

رحمت شاه زرمتي ۱۱۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

حشمت الله شهیدي ۵۹ ناسوځېدلې او محمد شهزاد ۵۵ منډې وکړې.

افغان لوبډله به د روانې مۍ میاشتې په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه له ایرلینډ لوبډلې سره دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی