د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله په اسیا جام سیالیو کې دګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د روان زېږدیز کال په ۲۳مه ده چې افغان لوبغاړي به خپله لومړۍ لوبه د پاکستان له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلې سره کوي.