د افغانستا غوره لیګ سبا جمعه پیلږي

ټاکل شوې د افغانستان غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو په شارجا لوبغالي کې جمعه ماسختن ۸ نیمې بجې د کابل ځوانانو او پکتیا پنترس لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیل شي.

په دې سیالیو کې پنځه لوبډلې د کابل ځوانان، پکتیا پنترس، ننګرهار لیوپارډس، کندهار نایټس او بلخ لجنډس لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

د کابل ځوانانو لوبډلې لوبډلمشري راشد خان او د پکتیا لوبډلې مشري محمد شهزاد محمدي کوي.

په دې سیالیو کې به ځینې ورځې دوه او ځینې ورځې یوه لوبه ترسره کیږي.

هغه ورځې چې دوه لوبې پکې کیږي لومړۍ لوبه به یې د مازیګر په څلورنیمو بجو او دویمه لوبه به یې د ماسختن په اته نیمو بجو پیلیږي.

دا سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام کوي.

خبریال : نصرت الله عمرزی