د افغانۍ په ارزښت باندې د صادراتو اغيزې

 

صادرات یعنې هغه اموال چې مونږ یې د خپل هیواد افغانستان څخه نورو هیوادونو ته لیږو او په بدل کې یې له نوموړي هیوادونو څخه پیسې تر لاسه کوو.

افغانۍ چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان پولې واحد دی له نوم سره یې ټول اشنا یو د ده ارزښت د مختلفو پیښو او موضوعاتو پورې تړلې دی. د نورو موضوعاتو او پیښو ترڅنګ صادراتو د افغانيو ارزښت په پوره توګه د ځان تابع کړي دی. یعنې که مونږ نورو هیوادونو ته لیږدیدونکي توکې لږ یا ډیر ولیږو نو افغاني متاثره کوي او د نورو پیسو په ځانګړې ډول د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت ټیت یا لوړوي.

پوښتنه دا ده چې صادرات څنګه کولای شي چې افغانۍ متاثره کړي؟ د دې ځواب ډیر لنډ او ساده دی هغه دا چې؛ کله چې مونږ نورو هیوادونو ته وچې یا تازه میوې ، قالینې ، او قیمتي ډبرې صادروو نو په مقابل کې یې له یادو هیوادونو څخه پیسې لاسته راوړو چې دا پیسې به مونږ ته د افغانیو په شکل کې راکوي کله چې مونږ ډیر صادرات ولرو نو ښکاره ده چې بهرنیان(هغه تجاران چې له مونږ څخه مالونه اخلي) به زمونږ پیسو (افغانۍ) ته ډیره اړتیا ولري ترڅو مونږ ته یې د صادر شوي مال په مقابل کې تادیه کړي، او هم دولتي ټکسونه او تعرفې چې د افغانیو په شکل کې به وي تادیه کړي .نو له همدې وجې په مارکیټ کې د افغانیو د اړتیا کچه لوړیږي چې په نتیجه کې یې د افغانیو ارزښت یا قیمت هم لوړیږي.

له بل پلوه که د هیواد صادرات مو کم وي او په دومره اندازه مالونه ونه لرو چې هم د هیواد په داخل کې د هیوادوالو د استعمال لپاره کفایت وکړي او هم یې نورو هیوادونو ته ولیږو یا یې پرې وپلورو نو د پورته توضیح برخلاف بهرني تجاران به کمو افغانیو ته اړتیا پیدا کړي ترڅو مالونه مو پرې وپیري نوپه مارکیټ کې  د افغانیو کمه تقاضا  د افغانیو د ارزښت د کموالي باعث ګرځي.

راځۍ چې د زراعت ترڅنګ د هیواد په صنعتې برخه کې هم کار وکړو چې ډیر صادرات ولرو ترڅو د افغانیو ارزښت مو لوړ وساتو.

لیکنه: خالد حق مل