د افغان الف او خیبر پښتونخوا لوبډلو ترمنځ سیالۍ ځنډېدلي

ټاکل شوې وه چې د هیواد يه پلازمینه کابل کې د افغان الف لوبډلې او د یونس خان په مشرۍ د خیبر پښتونخوا لوبډلې ترمنځ د می په ۲۹ نیټه د ۳ شل اوریزو، ۳ یو ورځینیو او ۲ څلور ورځینیو سیالیو لړۍ پیل شي خو، ځنډېدلي.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې دغه سیالۍ چې افغان کرکټ ورته په پوره توګه امادګي نیولې وه، په ناڅاپي ډول ځنډېدلي او د سیالې لوبډلې هغه لوبغاړي چې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبیږي، د سریلانکا پر وړاندې د ټیسټ سیالیو لپاره د یاد هیواد د کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي: ددغو سیالیو په لاره اچونې څخه موخه افغانستان ته د ټیسټ کرکټرانو رابلل وو او دا چې اوس مهال د خیبرپښتونخوا لوبډلې کلیدي لوبغاړي افغانستان ته د خپل سریلانکا سفر له امله نه شي راتلای، ځکه نو یادې سیالۍ تر بلې ټاکل کیدونکې نیټې پورې وځنډول شوې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د سیالیو نوې نیټې ډیر ژر د رسنیو له لارې له هیوادوالو سره شریکې کړي.