د افغان الف او سریلنکا ترمنځ پېل شوې لوبه مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان الف او د سریلنکا پرمختیایي لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځينۍ سیالي د باران له امله مساوي پای ته ورسېده.

دغه سیالي د سریلنکا په کولمبو ښار پېل شوې چې د لوبې پچه د سریلنکا پرمختیایي لوبډلې ګټلې وه خو افغان الف لوبډلې ته یې د منډو جوړلو وړاندیز کړی وو، افغان الف لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۴ منډې جوړې کړې وې.

خو د سریلنکا د پرمختیایي لوبډلې په توپ وهنه کې چې دولسم اور روان وو سخت باران پېل شو او لوبه برابره پای ته ورسېده.

هیره دې نه وي چې له دې لوبې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځينۍ او دوه څلور ورځينۍ سیالۍ ترسره شوي چې ټولې افغان الف لوبډلې ګټلي.