دوشنبه , 29 اپریل 2024

د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتوالی نیسې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په تازه څرګندونو کې ویلي دمګړی له طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په تیاریو بوخت دی او دوی ته یو لړ پروګرامونه جوړ شوي دي. د نوموړې په وینا په دې پروګرامونو کې دوی په دې بوخت دي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کوم مسایل تر ټولو ډېر مهم دي او څنګه وکړی شي د افغانانو غوښتنې په دغه خبرو کې مطرح کړي.

ناجیې انوري بیا هم نه دي ویلي چې ددغه ټیم په ترکیب کې څوک دي خو ټینګار کوي، چې پلاوی په تیاریو لګیا دی او ډېر ژر به بین الافغاني مذاکرات پيل شي. د سولې لپاره ددولت وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو د مذاکراتي ټیم د نوملړ د اعلان غوښتنه کړې ده او سیاسي ډلې هم وايي چې دغه ټیم د حکومت په فرمایش او خوښه جوړ شوی دی، نو د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولی.