د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی لامل څه دی؟

په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنې پېښې زیاتې شوي.

وړمه ورځ په هلمند کې هم یوه افغان خبریال په سړک غاړې ماین چاودنه کې خپله له لاسه ورکړ.

دا چې عوامل به یې څه وي؟

او د جګړې ښکیلې خواوې باید د خبریالانو ژوند خوندیتوب لپاره څه وکړي؟

همدا پوښتنې ذبیح الله شینواري په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې (نۍ) له اجرایوي مشر صدیق الله توحیدي څخه د یوې مرکې په ترڅ کې مطرح کړي.