د افغان سولې لپاره زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازي سره لیدلي

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام کې اباد کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي. د ملا بردار په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي تېره ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسېدلي او له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي دي.

پاکستاني چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره لېدلي دي.

د رويټرز د معلوماتو له مخې په دغه ليدنه کې د طالبانو استازو او خليلزاد شاوخوا يو ساعت په بيلابيلو برخو خبرې کړي دي.