د افغان سولې په اړه د قزاقستان هېواد هڅې

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزات چارواکو ویلي، چې دغه هېواد به د هغه غونډې کوربه توب کوي، چې اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په اړه جوړوي.

د قزاقي چارواکو په وینا په دغه غونډه کې به د افغانستان د اوسني وضیعت د ارزولو سربیره په دغه هېواد کې د شته ستونزو حل لارې وړاندې کیږي.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دا هم ویلي، چې دوی د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې باروي دي، چې افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.