د افغان سولې په اړه مایک پامپیو ته لیک لېږل شوی

د امریکا د کانګرس شاوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغان سولې په مذاکراتو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

په دغه لیک کې چې د جون په ۶مه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته استول شوی، د کانګرس غړو ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې د هر ډول موافقې په صورت کې دې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ضمانت وشي.

په دې لیک کې سره له دې چې د افغانستان د دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د زمینې برابرولو لپاره د امریکا د هڅو ستاینه شوې، په دې اړه اندېښنه هم ښودل شوی چې په دې ترڅ کې ښځې له مذاکراتو لېرې پاتې شوي دي.

دوی وایي، له فبرورۍ تر مې میاشتې پورې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د امریکایي ډیپلوماتانو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ښځې ګډون نه لري.

په دې لیک کې د افغان مېرمنو هغو لاسته راوړنو ته اشاره شوې چې په تېرو اتلسو کلونو کې یعنې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته یې ترلاسه کړي دي.

په لیک کې د امریکا د سولې انسټیټيوټ د راپور په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې څه باندې ۶۸ زره ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په کار بوختې دي، لږترلږه ۱۰ زره ډاکترانې او روغتیا پالانې دي، دغه راز ویل شوي چې ځینو خلاقو مېرمنو په دې هېواد کې شااوخوا ۷۷ زره افغانان په دندو ګمارلي دي.

د امریکا د کانګرس غړیو په دغه لیک کې د هغه قانون یادونه کړې، چې کانګرس د هېواد په چارو کې د ښځو رول اهمیت په پام کې نیولو سره تصویب کړی او بیا ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک کړی دی

په لیک کې راغلي

دغه قانون د شخړو د هواري او مخنیوي په مدیریت کې د ښځو ګډون ته وده ورکول د امریکا د پالېسۍ برخه جوړوي، نو د افغان سولې پروسه د دغه قانون د تطبیق په برخه کې د امریکا لومړنۍ ازموینه ده، موږ هیله لرو چې تاسو له دې فرصته په استفادې سره د سولې او امنیت په چارو کې ښځې د پرېکړه کوونکو په توګه په خبرو کې شاملې کړئ.

دا لیک داسې مهال استول شوی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په همدې هدف دا مهال د افغانستان په ګډون د سیمې او یو شمېر اروپایي هېوادونو په سفر بوخت دی.