د افغان علماو فتوا، د حکومت او طالبانو اوربند

د تېری دوشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان کابو ۳ زرو دیني عالمانو په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې او انتحاري حملو په اړه خپل دریځ روښانه کړ. ټولو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه او انتحاري حملې نامشروع وبللې او ټینګار یې وکړ چې د جګړې پرځای دې د ستونزې سوله ییز حل ته مراجعه وشي.

د علماو متفقه فتوا کې واضح راغلي دي چې: (په اسلام کې انتحار او انفجار هیڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو په همدې دلیل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بریدونه ، ترور ، لارې شکول او ویره اچونه په قطعي توګه حرام دی ، ترسره کول ، تمویلول ، او ورسره مرسته کول یې ناروا او غیر شرعي دي) .

هغوی وویل، مونږ د یو اسلامي بیرغ تر چتر لاندې په یو اسلامي هیواد کې ژوند کو، نو له همدې امله مونږ مسلمانان یو او هر څه باید په سوله ییزه توګه حل کړو . جګړه ، ظلم او زور زیاتی د حل لار نده .

د دغی فتوا په مقدمه کی راغلي چې (څو لسیزی کیږی چې افغانستان د جګړی په اور کې سوځي له بده مرغه د دې جګړې قربانیان یواځې افغانان دي، په ځانګړی توګه په وروستیو ۱۶ کلونو کې د افغانستان جګړه ډېر خونړي حالت ته رسېدلې هیڅ راز دیني ارزښتونه او ملي معیارونو ته په کې درناوی نه کېږی د پردیو دغی تحمیلی او تپل شوې جګړې د افغان ولس زغم پایته رسولی، هره ورځ د دواړو لوریو له خوا په جګړو کې لسګونه ځوانان ، ماشومان او سپین ږیري وژل کېږي، میندې بورېږي او بچیان یتیمان کېږي او په سلګونو ځوانان هیواد پریښودو ته اړ کېږي).

د هیواد په عالمانو ډېر وخت دا نیوکه وه چې دوی په دغو جنګي او بحراني حالاتو کې ولې غلي دي؟  ولې خپل غږ نه پورته کوي ؟ ولې د هیواد هغه اشخاص چی منبر یی تل په لاس کې وي او د دوی په اشاره باندې عام وګړي څرخي خپل مسولیت په سمه توګه نه اجراء کوي .

دیني عالمان او عام ولس له جګړې ستړی شوی او نور نه غواړي چې په هیواد کې جګړه شدت واخلی نو له همدی امله د روان بحران د ختمېدو لپاره سره راټول شوي و، د فتوا په یوه برخه کې دیني عالمانو له وسله والو طالبانو غوښتي چې (د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان باید د سولې خبرو ته کېني او روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي) .

کله چی د عالمانو غونډه پای ته ورسېده یوه انتحاري حمله وشوه چې په پایله کې یې ډېر عالمان زخمیان او شهیدان شول .

افغان ولسمشر د اوربند په تړاو د هیواد د عالمانو له وړاندیز وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل (په همدې خاطر د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او عین وخت کې د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش ، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري) .

طالبانو هم رسنیو ته په استول شویو پیغام پاڼو کې لیکلي چې (ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کېږي چی د کوچنی اختر په اوله ، دوهمه او دریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالفینو پر ضد تعرضي عملیات ودروي ، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي).

پوښتنه دا ده چې ایا ناټو او په راس کې به یې امریکا دغه اوربند ته غاړه کېږدي؟

د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پرېکړې ننګه کړې ده او په اعلامیه کې راغلي (چې نړیوال ځواکونه د افغانستان د هغې هیلې او غوښتنې درناوی کوي او مراعتوي یې چې غواړي د روژی مبارکه میاشت په سوله ییز ډول ختمه شي) په اعلامیه کې د نړیوالو ځواکونو د عمومی قومندان جنرال نیکلسن له خولی لیکل شوی (موږ د روان تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د افغانستان د هلو ځلو ننګه کوو).

که چیرته اوربند په سمه توګه اجراء شی نو د دې امکان شته چې افغان حکومت او طالبان سوله وکړي، ځکه له یوې خوا پر طالبانو سیاسي نړیوال فشارونه زیات شوي اونور له جنګه ستړي دي.

ګلرحمن رحماني