‏د افغان کرکت ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه د پاکستان د پخواني توپ اچوونکي عمرګل دوره پای ته ورسېده

‏عمر ګل په خپل ټویټر پاڼه ليکلي، په داسې حال کې، چې له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره زما د روزلو دوره پای ته ورسېده؛ زه له هغوی مننه کوم، چې پر ما یې باور وکړ.
ما له دې لوبډلې سره د روزنې پر مهال ښه وخت تېر کړ. زه دوی ته په راتلونکي کې د بریاوو هیله کوم.