د افغان کرکټ ستوري راشد خان د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

افغان کرکټ ستوري راشد خان د اسټرالیا د بيګ باش کرکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

دغه افغان کرکټر په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ سیال لوبغاړي یې وسوځول.

د اسټرالیا په تجارتي کرکټ سیالیو کې د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې چې راشد خان پکې لوبیږي د جمعې ورځې دا لوبه د ۵۳ منډو په توپیر له سیډني تندر لوبډلې وګټله.

د اډیلیډ ټیم لوبغاړو ۱۶۳ منډې کړې وې، خو سیدني لوبډله په ۱۱۰ منډو وسوځېده.

اډیلیډ ټیم اوس وخت د بیګ بش لومړی مقام ساتلی دی.

اخوا د محمدنبي ملبورن لوبډلې هم وړمه ورځ لوبه وګټله او سبا بیا له برسبن سره مخ کېږي.

د اډیلیډ ټیم بله لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ده.