د افغان کرکټ ملي لوبډلې په نړیواله کچه یوولسم ځای خپل کړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا icc لخوا په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لسو هغو لوبډلو وروسته، چې د ای سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري، په یوولسم پوړ کې شامل کړ.

تر دې وړاندې د ایر لنډ لوبډلې د افغانستان په اوسني ځاي کې قرار درلود، خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې د ۳۰۴ امتیازونو په ګټلو سره د ایرلینډ لوبډله په شا تمبولې او ځان یې یوولسم مقام ته رسولی دی.

. دا لومړي ځل دي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو لوبو کې دومره ستر مقام ته ځان رسولي. په هیواد کې د کرکټ بورډ چارواکي د کرکټ د ملي لوبډلې دغه ستره بریا د ملي لوبډلې د راتلونکې لپاره یو ستر زیري بولي او زیاتوي، چې د کرکټ ملي لوبډله به کوښښ وکړي ترڅو له دې سترو مقامونو ته ځان ورسوي.

هیره دې نه وي، چې د کرکټ ملي لوبډلې دوه ځلې د کرکټ په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې اتم مقام ګټلي وو، خو دا لومړي ځل دی، چې په پنځوس اوریزو یا یو ورځنیو لوبو کې یې یوولسم مقام ګټلی دی.