د افلاطون په زړه پوري ویناوي!

۱: موږ د تعلیم په واسطه کولی شو، چې د ولس ویده صلاحیتونه راويښ کړو.

۲: هر سړی عقل او شعور لري، خو له عقل او شعور څخه کار اخیستل، هر څوک نه شي کولی.

۳: د یوې ټولنې لپاره قومي او نژادي چلند مهم نه دی، بلکې تربیه او تفاهم مهم شی دی.

۴:نیکي اصلي او تلپاتې علم دی.

۵:هغه شی چې په لاس نه درځي، ارمان یې مه کوه.

۶: اعتبار هغه قیمتي جوهر دی، چې د غفلت په یوه کاڼي ماتېږي او له منځه ځي.

۷: څوک چې د نورو لپاره خیر او نېکمرغي غواړي، بالاخره به خپله نېکمرغي هم تر لاسه کړي.

۸:ځینې وخت ترټولو فعال او کار پلوه خلک هم رکود او ټنبلۍ ته اړتیا لري.

۹:نړۍ تل د جاهلانو پر ژوند او د هوښیارانو پر مرګ اوښکې تویوي. »

۱۰:بدبینه انسان هغه دی، چې د خلکو عیبونه ښکاره کوي او نېکۍ یې پټوي.

کاپي…