د القاعدې ترهګري سازمان د مشر ایمن الظواهري مرستیال ابو خیر المصري ووژل شو.
ابو خیر المصري د سوریې د ادلیب په ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د اسراییلو د عروتس شیوا د ورځپاڼې د خبر له مخې المصري د سوریې د ادلیب په ښار کې پرون د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو اړوند د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
امریکا متحده ایالتونو تر اوسه پورې د المصري د وژلو په اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي. د بله پلوه د منځني ختیځ څیړونکو ډلو بیا د المصري د وژنې پخلی کړی دی او د هغه د وژلو اړوند ځیني عکسونه او ویدیوګانې هم خپرې کړي دي.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د سوریې د ادلیب په ښار کې د القاعدې ترهګري سازمان د عملیاتو مشر محمد حبیب التونسي هم د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی وو.
ابو خیر المصري چې په ۱۹۵۷ کال کې په مصر کې زیږیدلی دی په ۱۹۸۰ کلونو کې د هیواد نه ووت. هغه د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
ابو خیر المصري چې د بم جوړولو متخصص وو په ۱۹۹۰ کلونو کې د بوسنیا په جګړه کې هم ګډون کړی وو.
ابو خیر المصري د القاعدې ترهګرې ډلې موسس او پخواني مشر اسامه بن لادن زوم وو. هغه په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارت خانو د بریدونو ترشا لاس درلود.
المصري د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې نه وروسته د امریکا لخوا په افغانستان د یرغل کولو نه وروسته ایران ته وتښتید. هغه په ۲۰۰۳ کال کې ونیول شو او زنداني شو.
المصري په ۲۰۱۵ کال کې د زندان نه د خلاصیدو نه وروسته سوریې ته لاړ. هغه د زندان نه د خلاصیدو نه وروسته د ایمن الظواهري د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.