د الو ارجن راتلونکی فلم په دوه برخو کې خپرېږي

د تیلګو سینما د مشهور اداکار الو ارجن راتلونکی فلم چې خلک ورته ډېر په تمه دي، په دوه برخو کې به نندارې ته وړاندې شي. د دې فلم لومړی ټیزر خلکو ډېر زیات کتلی و او ریکارډ يې جوړ کړی و.

د فلم پروډیوسرانو رسنیو ته تایید کړې ده، چې د (پشپا) په نوم دا فلم به په دوه برخو کې خپور شي. دوی وایي چې لومړۍ برخه به یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۳مه نېټه نندارې ته وړاندې شي او دویمه برخه به يې بیا په ۲۰۲۲ کال کې نندارې ته وړاندې کړي.

د الو ارجن (پشپا) فلم په پنځه ژبو کې نندارې ته وړاندې کېږي، چې تیلګو، تامل، هندي، کناډا او ملیالم ژبو کې خپرېږي. د دې فلم ډایریکټر او لیکوال سوکمار دی، چې له الو ارجن سره يې مخکې ډېر مشهور فلم (اریا) هم جوړ کړی و.

په دې فلم کې الو ارجن د پشپا راج کردار لوبوي. له هغه سره په دې فلم کې فهد فاصل او رشمیکا مندانا هم کار کوي. رشمیکا مندانا او الو ارجن په لومړي ځل یو فلم کې ګډ کار کړی دی.

په دې فلم کې الو ارجن د یوې ځنګلي قبیلې د یوه ځوان کردار لوبوي. د دې فلم ټیزر په یوټیوب کې تراوسه پورې ۶۵ میلیونه کسانو کتلی دی.

کاپي…