د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح د کورنۍ او دفتر ډیری غړي د کرونا ویروس په ناروغۍ اخته شوي دي.
امرالله صالح خپله منلې، چې د کورنۍ او دفتر تر نیمایي ډیر غړي یې پدغه ناروغۍ اخته شوي او په وینا یې چې، افغانستان دا مهال د کرونا ویروس د چټک خپرېدو په ډیر بد وضیعت کې دی.
د ا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمیرو له مخې افغانستان کې تا زه د کرونا ویروس ۷۸۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.