دوشنبه , 29 اپریل 2024

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وروستۍ شو

له څو میاشتو بحوثونو وروسته امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وروستی کړ.

بهرنیو رسنیو ته یو شمېر باوري سرچینو ویلي، چې د دوشنبې ورځې له مذاکراتو وروسته د امریکا او طالبانو تړون وروستی شوی دی، خو په قطر کې سرچینې وايي چې د تړون اعلان به څو ورځې وروسته هغه وخت وشي چې دا تړون له افغان حکومت سره هم شریک شي او د هغوی موافقه هم واخیستل شي.

تر اوسه پورې نه امریکايي چارواکو او نه هم طالبانو په رسمي ډول د تړون وروستي کېدل تائید کړي دي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به ژر کابل ته راشي چې د افغان حکومت له مشرانو سره د تړون په اړه خبرې وکړي، نوموړی به همدا ډول بروکسل ته هم لاړ شي او د ناټو په مرکز کې به له چارواکو سره خبرې وکړي.

ویل کېږي د سولې تړون به د ضمانت کوونکو هېوادونو په موجودیت کې اعلان شي.

سرچینه وايي، په قطر کې طالب مرکچیانو د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون د اعلان په غونډه کې ګډون وکړي او د تړون ضمانت هم وکړي، خو تر اوسه د نورو هېوادونو لخوا په دې اړه طالبانو ته د رد یا تائید ځواب نه دی ورکړل شوی.

تر دې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي و چې دوی له ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو له کنفرانس، روسیې، چین او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون ضمانت وکړي.

د معلوماتو له مخې قطر حکومت په دې خاطر ډېرې کوترې هم اخیستې دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په وخت یې هوا ته خوشې کړي او په دې ډول دا تړون ونمانځي.

که څه هم د دې تړون مهمه موضوع له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو کې عجله نه کوي.

ټرمپ ویلي و، که له طالبانو سره یې هوکړه وشي، امریکايي سرتېرې به ورو – ورو له افغانستان څخه ووځي او د دې هېواد خاوره به بیا د امریکا پر ضد نه کارول کېږي.

دغه ډول زلمي خلیلزاد هم ویلي چې خلک باید له تبلیغاتو و نه ډار شي او دوی به له طالبانو سره له موافقې وروسته هم له افغان پوځونو سره مرسته کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې د افغانستان راتلونکی به په بین الافغاني مذاکراتو کې ټاکل کېږي او دوی یې په اړه فیصله نه کوي.

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یو شمېر افغان چارواکو ویلي و چې له طالبانو سره داسې سوله کول غواړي چې د افغانستان د نظام او خلکو عزت په کې خوندي وي.