د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیک کیږي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د روسیې خبري آژانس تاس ته منلې، چې ډېر ژر به امریکا او طالبان د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره نېټه وټاکي او د دواړو خواوو ترمنځ به وروستۍ پرېکړه وشي.

شاهين که څه هم د هوکړې د لاس لیک د کره نېټې په اړه ښکاره څه نه دي ویلي ، خو هیله یې ښودلې چې د دواړو خواوو له خوا به د هوکړې د لاسلیک نېټه ډېر ژر وټاکل شي.

تازه د موج تحول ګوند رییسې فوزیه کوفي هم د یو خبري کنفرانس له لارې ویلي، چې طالبان او امریکا به په نږدې وخت کې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي .

نوموړې له افغان حکومته غوښتې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته دې سم د لاسه له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو، چې امریکا او طالبان هوکړې ته سره رسېدلي او ډېر ژر به د یو شمېر هېوادونو په حضور کې د یادې هوکړې سند لاسلیک شي.