د امریکا حکومت افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت سره مخالفت څرګند کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې دوی په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت مخالف دي.

هغه په یو ټویټ کې لیکلي دوی د خپلواک، متحد او پیاوړي افغانستان په کلکه ملاتړ کوي او د حکومت پر وړاندې د هر ډول موازي ځواک کارول او هڅې دوی ته د منلو وړ نه دي.

د مایک پمپیو په خبره د سولې خبرو لپاره افغانستان کې یو ټول شموله حکومت لومړیتوب دی.

مایک پمپیو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې له ولسمشر غني سره هممهاله ډاکټر عبدالله عبدالله هم په موازي ډول سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د عبدالله دا کړنه تر ډېره پورې د افغان ولس او نړیوالو لپاره حېرانوونکی و.