د امریکا د اوهایو پر پوهنتون وسله وال برید شوی

د امریکا د کولمبوس په ښار کې  د اوهایو په دولتي  پوهنتون وسله وال برید وشو، چې له امله يې ۱۱ تنه محصلین  ټپیان شوي دي.

برید کوونکي لومړی محصلین په خپل موټر ووهل او وروسته يې پرې د چړې او وسلې  برید وکړ.

برید کوونکی له پولیسو سره تر مقاومت وروسته ووژل شو.

پولیسو د پيښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې برید کوونکی  سومالي الاصله ۱۸ کالن امریکايي وو او په همدې پوهنتون کې يې زده کړې کولې.