چهارشنبه , 15 مې 2024

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، پاکستان تور لېست کې په شاملولو ګواښلی

امریکا د پاکستان په شمول یو شمیر هېوادونه د مذهبي ازادۍ د څار په نوملړ کې راوستي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، د ټرمپ په تګلاره کې مذهبي ازادیو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او دا هېوادونه ځکه د مذهبي ازادۍ په خړ نوملړ کې اچول شوي دي، چې پکې ډېری وخت د مذهبي لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ورکول کېږي. هغه زیاته کړې، په ټوله نړۍ کې د مذهب او عقیدې په نوم زور زیاتی کېږي؛ خو په پاکستان کې یې کچه تر نورو هغو لوړه ده.    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز، د پاکستان په ګډون ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې په دې برخه کې خپل چلند بدل کړي، ګنې تور لیست ته به ورداخل شي.

پاکستان له دې وړاندې د ایف ای ټي ایف یا د مالي تصفیې ادارې په خړ لېست کې هم راغلی و او اوس ورته د امریکا دفاع وزیر د مذهبي ازادۍ په برخه کې خبرداری ورکړی.