د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر حلب بمباري جنګي جنایت حسابوي

په حلب کې د سوریې د دولتي پوځیانو تر بمبارۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې دا بمبارۍ د جنګي جنایتونو په توګه حسابېدلی شي.

کري دا خبرې په پاریس کې د سوریې په اړه له ځينو لوړ پوړو اروپايي ډیپلوماټانو او د سوریې د دولت له مخالفینو سره تر یوې غونډې وروسته وکړې.

په ورته وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرولټ د سوریې شپږ کلن کړکېچ حل یواځې د ډيپلوماټیکو لارو ممکن وباله.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم وویل ناممکنه ده چې جګړه دې د سوریې کړکیچ ختم کړي.

د سوریې دولتي ځواکونو چې د روسیې او ایران ملاتړ هم لري له یوې میاشتې راهیسې د حلب ښار په ختیځو برخو سختې حملې پیل کړي او تر اوسه یې د ختیځو برخو ۸۵ سلنې خاوره بېرته له مخالفینو څخه په خپل کنټرول کې راوستې ده.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې جګړه پیل شوې د رسمي شمېرو له مخې څه باندې څلور لکه کسان وژل شوي او په لکونو نور هم له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.