د امریکا د متحدو ایالتونو لوی څارنوال جف سېشنز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سم له خپله مقامه استعفا کړې ده

سپینه ماڼۍ وایي، جف سشنز د نوومبر په اوومه خپله استعفا ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړه او هغه هم ومنله.

له دې استعفا سره د روسیې د تحقیقاتو د برخې د سلاکار رابرټ مولر برخلیک یو ډول مبهم شوی دی.

روسیې د امریکا په ټاکنو کې مداخله رد کړې او ډونالډ ټرمپ له روسیې سره هر راز اړيکه رد کړې ده.