جان بولټن وايي دا شونتیا نه شي ردولی چې ښايي پاکستان په ترهګرو اتومي وسله وپلوري او یا ورته ترهګر لاسرسی پیدا کړي.
د امریکا د ملي امنیت نوی سلاکار چې تازه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د مک ماسټر په ځای په دنده ګمارل شوی د پاکستان پر وړاندې سخت موقف غوره کړی.
جان بولتن پخپلو لومړي خبرو کې ویلي که هر څومره په افغانستان کې ترهګرو موجودیت زیاتیږي په هماغه اندازه د پآکستان اتومي وسلو ته د ترهګرو لاسرسي شونتیا زیاتیږي.
دی وايي دا ممکن ده چې ښايي پاکستان پخپله په ترهګرو اتومي وسلې وپلوري او یا یې پخپله تر لاسه کړي.
( زه فکر کوم چې په افغانستان کې د رادیکاله ډلو زیاتیدل به دېته زمینه برابره کړي چې د پاکستان اتومي وسلې ترهګرو لاس ته ورشي)
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپله ټویټر پاڼه د جان بولتن ګمارلو مبارکي ور کړې او ورته د بریا هیله یې کړې.
جان بولتن تر دې وړاندې د بوش حکومت پر مهال هم په لوړو څوکیو دندې تر سره کړي دي.