د امریکا سفارت وایي د کابل برېښنا رغولو لپاره دې جګړه ودورل شي

کابل کې د امریکا سفارت ویلي، جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي تر څو د کابل برېښنا فعاله شي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیاپالان خپلو چارو ته دوام ورکړي .

له تیرو دوه شپو راهیسې پلخمرې کې د جګړې پرمهال کابل ته له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوېده .

که څه هم د برېښنا شرکت ډاډ ورکړی چې د برېښنا پرې شوي مزي به ډیر ژر بیرته وتړي؛ خو تر اوسه د برېښنا درک نه لګیږي، د برېښنا شرکت په وینا چې طالبانو ورته د مزو تړلو اجازه ورکړېده .

کابل کې د امریکا سفارت د تیرې جمعې په ورځ ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د عامه تاسیساتو ړنګول او د عامو خدماتو پر وړاندې ستونزي جوړول یواځې بې ګناه افغانانو ته زیان رسوي او دا ډول کړنې هیڅ توجېح نلري .

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته ویلي ، هڅې رواني دي چې وسله والو طابان د برېښنا کار کونکو د مزو تړلو اجازه ورکړي او دوی حپلې چارې بشپړې کړي .

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې کابل ښار اوس د تاجکستان له ۱۲۰ میګاواټه وارداتي برېښنا او ۱۶۰میګا واټه کورني تولید څخه ګټه اخلي .

وسله والو طالبانو تر دې دمه کابل ته د غځېدلې برېښنا د مزو پرېکولو کې د خپل لاس لرلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .