د امریکا پوځ وايي، په فارس خلیج کې د امریکا د سمندري ګزمې یوې کښتۍ وروسته له هغې د یوې ایرانۍ کښتۍ خوا ته د خبرداري ډزې وکړې چې امریکايي کښتۍ ته د ۱۴۰ مترو په واټن نېږدې ورغله.
د امریکا پوځ وايي، ایراني کښتۍ د مخابرې له لارې د تماس هڅو ته ځواب ونهوایه ځکه خو یې د سمندري ګزمې کښتۍ د خبرداري ډزې وکړې.
د امریکا د پوځ د قوماندې مرکز وايي، د ایران د انقلاب ساتونکي ګارډ دې کښتۍ غیر مصون او غیر مسلکي چلند وکړ او د دوی د سمندري ګزمې د کښتۍ هارنونه او د خبرداري اورشېندنې یې له پامه وغورځولې.
د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي، دا له نورم وتلې ده چې د ایران یوه کښتۍ دې په دومره سرعت دومره نېږدې ورشي.
د امریکا پوځ وايي، د خبرداري له ډزو وروسته ایراني کښتۍ د دوی خوا ته نېږدې کېدل بس کړل او زیاتوي چې د ایراني پوځې کښتۍ دا چلند له منل شویو نړیوالو اصولو سره سم نهو.