د امریکا سنا مجلس په افغانستان کې د امریکا پر نظامي حضور ټینګار وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا په تګلارې بحث او خبرې وکړې، د دوی ټولو ټېنګار دا و چې باید له طالبانو سره د سولې داسې تړون وشي چې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نورو برخو کې ټولې لاس ته راوړنې خوندې او تضمین شي.

دا غونډه د سه شنبې په ورځ (فبرروي۱۱) وشوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه مخکنۍ جنراله کیمبرلي فیلډ، د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کین او د پوځي چارو یو کارپوه کولن جکسن د شاهدانو په توګه میلمانه وو.

دوی د اوس لپاره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه وو. د سنا غړو له میلمنو څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د تېرو شاوخوا دوو لسیزو د لاس ته راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ګاونډیانو د رول او نورو مسایلو په اړه خبرې درلودلې.

د امریکا د سنا غړي په دې باور دي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دا به یو ناورین وي او په وینا یې افغان ځواکونه چې وار د مخه تر یو ډول رواني فشار لاندې دي، داسې فکر به وکړي چې امریکایانو ورسره خیانت وکړ. هلته به ټولې لاس ته راوړنې ختمې شي.

دوی وایي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي داعش او القاعده به له دغه حالت څخه ډېره ګټه پورته کړي او بیا به د منظم کېدو هڅې وکړي.