AppleMark

د امریکا سپینې ماڼۍ د کوټې او پاړاچنار وروستۍ حملې وغندلې

متحدو ایالاتو په پاړه چنار او کوټه کې د جمعې ورځې تروریستي حملې چې لږترلږه ۸۵ کسان یې ووژل په کلکه غندلي دي.

د پاړه چنارد شیعیه ګانو د یوه بازار په ګڼه ګوڼه کې د انتحاري حملې مسؤلیت سني افراطي ډلې لشکر جنګوي منلی دی.

په همدې ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې بلې حملې د ۷ پولیس افسرانو په ګډون ۱۴ کسان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې او له پاکستاني طالبانو څخه یوې جلا شوې ډلې ومانه.

سپینې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې وویل دا حملې چې په اکثرو کې ملکي خلک په نښه کېږي هغه ګواښ په ډاګه کوي چې د ترورېزم د پراخېدو له کبله ټوله سیمه ورسره لاس ګریوان ده