د امریکا لویه څارنوالي وایي ،څلورو کسانو پټ معلومات افشا کړي دي

د تورنو کسانو هویت تر دې مهاله له رسنیو سره نه دی شریک شوی. د امریکا لوی څارنوال جف سشنز تېره ورځ وویل، څلور کسان د پټو معلوماتو په افشا کولو تورن شوي دي.

دغه کسان په دې تورن شوي چې ډلبندي شوي معلومات یې په ناقانونه توګه خپاره کړي او له بهرنیو څارګرو ادارو سره یې په پټه لیدنې کړې دي. د محرمو معلوماتو پر خپراوي د څلور کسانو تورنېدل، د امریکا د لوی څارنوال له لوري د پټو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لومړنۍ هڅه ده.

د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیر (دن کوتز) چې له لوی څارنوال سره یې په رسنیزه غونډه کې خبرې کولې، هغو کسانو ته ګوتڅنډنه وکړه چې پټ معلومات افشا کوي.

دده په وینا دا یو جرم دی او هر څوک چې د پټو معلوماتو په خپرولو کې هڅه کوي ملي خاین دی او هېواد ته د خیانت په تور محاکمه کېږي.