د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټوېټر له لارې په یوه خپره شوې ویډیو کې ډیموکراټانو ته خبرداری ورکړی دی، چې د اساسي ازادیو سلبولو هڅې دې نه کوي.
نوموړی وایي، چې د دیموکراتانو له خوا پرې د هغه د لېرې کېدو پر فشارونو سربېره یې هېواد تر بل هر وخت له ډېر کم خطر سره مخ دی او د امریکایانو لپاره مبارزه کوي.
د امریکا مشرانو جرګه چې لوړ پوړي غړي یې ډیموکراتان دي، د ټرمپ د استضاح لپاره یې کمپاین پیل کړی او پر ټرمپ تور لګوي، چې له واکه ناوړه ګټه اخلي.
د امریکا مشرانو جرګه وایي، ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمي زیلینسکي فشار ډېر کړی چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند جو بایډن مخه ونیسي.
د دې هېواد مشرانو جرګې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو غوښتي چې ددې قضیې په تړاو باوري اسناد وړاندې کړي.