د امریکا منتخب ولسمشر له کرونا ویروس سره مبارزه کوي او په ټرمپ تمرکز نلري

د دغه هېواد په ټاکنو کې بریالی شوی، ډیموکراټ جوبایډن په تازه څرګندونو کې د امریکا برحال ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په اشاره ویلي، چې دی د کورونا وبا پر وړاندې جګړه کوي او د ټرمپ پر وړاندې کومه جګړه نلري.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې ډونلډ ټرمپ د ټاکنو پایلې نه مني او خپل پلویان یې اعتراضونو ته هڅولي دي.

ډیموکرات جو بایډن او د امریکا منتخب ولسمشر ویلي، چې د دوی جګړه له کورونا ویروس سره ده، نه له یو بل سره.

نوموړي د کرونا له امله په امریکا کې اوسنی وضعیت تیاره موسم یاد کړی او د دغه وضعیت د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.

هغه د ټرمپ هغو ادعاوو ته چې ګواکې په ټاکنو کې درغلۍ شوي په اشاره ویلي، چې امریکا ته اوس په کار ده، چې د وبا پر وړاندې جدي جګړه وکړي، نه د یو بل پر وړاندې.

ښاغلي بایډن دغه څرګندونې په ټاکنو کې د بریا د شکرانې په وېنا کې کړي دي.

که څه هم د ټاکنو د پایلو له مخې ټرمپ بایلونکی بلل شوی؛ خو د دې سربېره ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي، چې د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

ټرمپ یو ځل بیا د ټیلیفون له لارې خپلو پلویانو ته په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا تازه کړه؛ خو ډیموکراټان او د ټاکنو بنسټونه یادې ادعاوې بې بنسټه بولي او جوبایډن بریالي حسابوي.

ټرمپ ویلي، ټاکنې له درغلیو ډکې دي او پایلې یې باید بدلې شي.

جو بایډن ته وار له مخه د نړۍ ګڼ شمېر ولسمشرانو په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي ده.

خپله بایډن هم د کابینې د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي دي او د دې چارې لپاره د ځېنو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي.

د امریکا ټاکنې د روانې نومبر میاشتې په درېیمه نېټه ترسره شوې، چې امریکایانو د پوست له لارې رایې وکارولې.

په ټاکنو کې جوبایډن ۳۰۶ الکټرال کالېجونه ګټلي او ډونلډ ټرمپ بیا ۲۳۲ خپل کړي دي.

د امریکا په ټاکنو کې چې هرڅوک ۲۷۰ الکټرال کالېجونه وګټي، هغه د امریکا ولسمشر ټاکل کېږي.

جو بایډن په داسې حال کې له کرونا ویروس د جګړې خبره کړې، چې په امریکا کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېرې له ۱۳ میلیونو اووښتي دي او د مړو شوو کسانو شمېر یې له دوه نیمو لکو زیات دی.