د امریکا ولسمشر جو بایډن ټولو هغو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې چې په امریکا او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي

بایډن او د هغه مېرمنه په سپینې ماڼۍ کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ. بایډن وویل چې نوروز د هیلو لپاره یو ښه فرصت دی. هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره وویل چې سږکال نوروز د ډېرو کورنیو لپاره په سختو شرایطو کې راځي، چې له بل هر وخت څخه زیات هیلو ته اړتیا لري.
بایډن وویل، د افغانستان خلک لا هم له ژور بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي.